د کندز ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، د کډوالو چارو ریاست او افغان سرې میاشتې ادارې په همغږۍ د راستانه شوو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوړو مرسته وېشلې ده. د معلوماتو له مخې، دا مرسته له هغو ۱۳۰۳ کورنیو سره شوې چې مخکې تر مخکې سروې شوي دي.

په لومړي پړاو کې ۲۳۰ مستحقو کورنیو ته د ۵۰ کیلو ګرامه اوړو او ۲۵ کیلو ګرامه وریجو مرسته وېشل شوې ده. مسوولین وايي، پاتې ۵۵۵ کورنیو ته به هم په نږدې ورځو کې ورته مرستې ورسول شي.

چارواکي وایي، دا ډول مرستې د بې‌وزله او راستانه شوو کورنیو د ژوند د شرایطو ښه والي، خوړو ته د لاسرسي او لنډمهاله ملاتړ لپاره ډېرې مهمې دي. ټاکل شوې ده، چې دا لړۍ به دوام ومومي او نورې مستحقې کورنۍ به هم تر پوښښ لاندې راشي.

Share.