فاکس نیوز ویلي، چې دغه غوښتنه د امریکا د استخباراتو مشرې تولسي ګبارډ تر ادعا وروسته شوې ده. مېرمن ګبارډ ادعا کړې، چې په تېره دوره کې د ټرمپ پر وړاندې د کودتاه په هڅه کې اوباما لاس لاره. ګبارډ سلګونه هغه پټ سندونه ښکاره کړي، چې د ۲۰۱۶کال ټولټاکنو کې د روسیې له لاسوهنو سره اړه لري. هغې ویلي، دغه برېښنالیکونه ښيي چې اوباما هڅه کړې وه د جعلي استخباراتو له لارې د ټرمپ د بریا مخه ونيسي.