د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د کبانو سکټور د پراختیا طرحې له مخې به ټول هېواد کې د کبانو ۷ زره ۷۰۰ فارمونه جوړېږي، او په دې برخه کې به د هېواد ۹۰ سلنه اړتیا پوره شي.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کبانو سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ بلل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا طرحه د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې ده.