د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د احتمالي جبري ایستلو راپورونو په غبرګون کې یې د کندوز شېرخان بندر ته وسایل او د څارنې فورمې استولې دي. دغه سازمان ويلي، دا اقدام یې د راستنېدونکو وضعیت د ارزونې، د هغوی د راستنېدنې دلیلونو، او نورو اړوندو موضوعاتو د ثبت او تحلیل لپاره کړی دی.