د کندز والي الحاج م محمد خان دعوت د خان آباد او آقتاش ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو سره د کرنیزو اوبو د کمښت ستونزې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې د پنجآمو سیند له لارې به د کندز کرنیزو ځمکو ته د اړتیا وړ اوبه برابرې شي.
ښاغلي والي د ولایت د دفتر رئیس ته دنده وسپارله چې د اړوند مسؤلینو په ملتیا تخار ته سفر وکړي او هلته له اوبو مسؤل مقاماتو سره د کندز د اوبو حقابه واضح کړي.