د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه، پر ۵۰۰ مستحقو کورنیو – چې یتیمان، کونډې مېرمنې او معلولین پکې شامل وو – د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او نور اړین توکي شامل وو، چې په شفاف او عادلانه ډول اړمنو ته وسپارل شول.

د مرستو د وېش پر مهال، د یاد ریاست رئیس مولوي نقیب‌الله “سنان” د وزارت د مشرتابه او مرستندویه خیریه مؤسسې له همکاریو څخه مننه وکړه، او د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

Share.