د کندز ولایت امنیه قوماندان، مولوي مطیع‌الله سیف‌الله، د اسلامي امارت د مشر د فرمان او د کورنیو چارو وزارت د هدایت له مخې رسمي یونیفورم ترلاسه کړ.

د امنیه قوماندان یونیفورم ته مزینېدل د یادې ادارې له لوري د مسلکي‌توب، دندې ته ژمنتیا او د امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو نښه بلل شوې ده.

د کندز امنیتي چارواکي وايي، چې له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ بهیر نور هم منظم او مسلکي شي او د ثبات فضا به لا پیاوړې شي.

Share.