د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي، عرفات جمال سره کتلي دي. عرفات جمال د کډوالو عالي کمېشنر د مشر وروستی سفر ګټور بللی او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو هڅې ګړندۍ کړې دي. هغه زیاته کړې، چې ایران د افغان کډوالو د ستونزو په اړه درې اړخیزې تخنیکي غونډې ته چمتو دی چې ډېر ژر به د سرپرست حکومت، ایران او د کډوالو عالي کمېشنري ترمنځ په کابل کې ترسره شي.

Share.