پاکستاني چارواکو یو ځل بیا پر افغان کډوالو غږ کړی چې ژر تر ژره د دغه هېواد پرېښودو ته تیاری ونیسي. د راپورونو له مخې، د بلوچستان له لارې د افغان کډوالو ستنېدل هم ګړندي شوي دي. یوازې پرون شاوخوا پنځه زره افغانان د چمن له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. پاکستاني چارواکو افغانانو ته امر کړی چې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په خپله ووځي.

Share.