مالیې وزارت ویلي، چې د هېواد په کچه د بېاسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان لمریز کال تر پایه تمدید شوې ده. د دغه وزارت په خبره، دا پرېکړه د وزارت د وړاندیز او د ریاستالوزرا د منظورۍ له مخې شوې ده. یاد وزارت ویلي، دا پروسه دا مهال د افغانستان په اوو زونونو کې په نورمال ډول روانه ده. مالیې وزارت زیاتوي، د پروسې په کړنلاره کې د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کې نیول شوی او داسې اسانتیاوې برابرې شوې چې د بېاسنادو موټرو خاوندان وکولی شي په اسانۍ د خپلو وسایطو قانوني اسناد ترلاسه کړي.