د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له مخې یې د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال له دغه هېواده ایستل کېږي. یادې کمېشنرۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، یاد کډوال د کډوالو په توګه پېژندل شوي او د هغوی ایستل د پاکستان د هغو ژمنو خلاف کار دی چې د کډوالو د منلو په برخه کې یې کړې وې. د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو د داوطلبانه او باعزته ستنېدو پروسه پر مخ یوسي او له هغو کسانو د ایستلو ډډه وکړي چې نړۍوال خوندیتوب لري.

Share.