د ګمبیري دښتې شل زره جریبه شاړه ځمکه د کرنیزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ۳۱ قراردادي شرکتونو ته ورکړ شوې، چې په کې سلګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کاز زمینه برابره شوې ده.
د دغو شرکتونو د ټولنې مسوولینو ويلي؛ پر دغو ځمکو يې د مالټو، لیمو، املوکو او ممپليو بوټو بېلابېل ډولونه کېنولي، چې ښه پایله يې ورکړې ده.
که څه هم یادو شرکتونو د ځمکو د خړوبولو لپاره ژورې څاګانې کېندلي؛ خو دلته د اوبو کمښت يوه ستونزه ګڼل کیږي؛ خو خلکو له مسوولینو غوښتي، چې د اوبو روانه ستونزه دې حل شي.
د دغې شاړې او وچې دښتې د زرغونولو هڅې لومړی د ننګرهار په کوزکونړ ولسوالۍ کې جاپاني الاصله افغان ډاکټر تېتسو ناکامورا پیل کړې؛ د کونړ له څپاند سیند څخه يې اوبه راپورته کړې او دلته يې سلګونه جریبه شاړه ځمکه آباده کړه، خو د نوموړي له وژل کېدا وروسته د اوبو لېږدولو هڅې ټکنۍ شوې دي.