د خوست ولایت ځایي چارواکي وايي چې د څو ورځو پرله پسې بارانونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې د ۷۰کورونو زیانمنېدو ترڅنګ، دوه کسان هم مړه شوي دي. د مسوولینو په خبره په خوست کې د سروې پایلې ښيي ۱۵ کورونه په بشپړه او ۵۵ کورونه په جزوي ډول زیانمن شوي دي. دغه راز کرنیزې ځمکې باغونه او سولري سیستمونه هم تخریب شوي دي.