په غزني ولایت کې د ۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د غنمو د اوړو کولو یوه معیاري کارخونه پرانیستل شوې ده. د ځايي مسوولینو په خبره دغه کارخونه د یو ملي پانګه وال له خوا پر ۶ جریبه ځمکه او په ۵ پوړیزه ودانۍ کې د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې په ورځني ډول د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري. د یادې کارخونې مسوولین وايي چې د دې پروژې هدف د بیکارۍ او فقر کمول او د ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرول دي.

Share.