د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د بلخ ولایت د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوایي ډګر د ځمکنیو خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک کړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا تړون د وزارت د هوایي چلند د عملیاتي مرستیال فتحالله منصور له لوري د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی، چې له مخې به په یاد هوایي ډګر کې ځمکني خدمتونه په منظم او معیاري ډول ترسره کېږي.