د هېواد په ډېری ولایتونو کې د زمري ۲۴ مې نېټې د را رسېدو په مناسبت، چې د اسلامي امارت حکومت د بیا واکمنېدو او د بهرنیو ځواکونو د ماتې څلورمه کلیزه، د نمانځلو لپاره یې پراخ چمتووالی پیل شوی دی. له دې ډلې په زابل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ له ښاروالۍ سره د ښار واټونه په بیرغونو، شعارونو او ویاړمنو انځورونو په واسطه پوښل شوي دي. د دې ترڅنګ د علماوو غونډې او کلتوري پروګرامونه هم پلان شوي دي. په دایکنډي کې هم د یادې ورځې په مناسبت د ځايي شاعرانو او لیکوالانو د اثارو نندارتون، د کلتوري غونډو لړۍ او د ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ د ویاړ ورځې ځانګړې مشاعرې ترسره کېږي. په نیمروز کې د ښار په مرکزي واټونو کې پوسټرونه او بیلبورډونه لګول شوي او د ځوانانو له خوا د بیرغونو وېش پیل شوی دی.
