د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې دغه ولایت د غنمو، شولو او سبزيجاتو په برخه کې پر ځان بسیا شوی او اوس کولی شي د کورنیو اړتیاوو تر څنګ ګاونډیو ولایتونو ته هم صادرات ولري. د دوی په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې د کرنې د میکانیزه کولو، معیاري کولو او د بزګرانو د روزنې په موخه د کورنیو او بهرنيو موسسو په همکارۍ پراخ فعالیتونه ترسره شوي دي، چې د حاصلاتو په زیاتوالي او کیفیت کې یې د پام وړ بدلون راوستی دی.

Share.