د قزاقستان لومړي وزیر اولژاس بکتنوف د اسيا او اروپا پر ګډې ټولنې غږ کړی، چې د اورګاډي له لارې دې افغانستان او پاکستان سره ونښلوي. دغه لاره د ۱۰ میلیونه ټنه توکو د لېږد ظرفیت لري او نورو ستراتيژیکو پروژو ته هم زمینه برابرولای شي. د قزاقستان لومړي وزیر د اسيا او اروپا ګډې ټولنې یا اوراسیا شورا غونډې ته ویلي، چې ارواسیا اقتصادي ټولنه باید بدیلو ټرانزیټي لارو ته وده ورکړي او د اورګاډي له لارې قزاقستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي.

Share.