د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافېر ویرونیکا بوسکوویچ سره کتلي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو د ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو د دوام، د روږدو کسانو د درملنې او یو شمېر نورو مهمو برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي.

Share.