ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې به د ژمي تر راتلو وړاندې بشپړ شي. دغه وزارت ویلي، چې دمګړۍ په شمالي سالنګ او سویلي سالنګ کې د کانکرېټ اچونې او په دوشي ـ خنجان برخه کې د سفالټ چارې په چټکۍ سره روانې دي. د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې له قراردادي شرکتونو سره په ګډه هڅه کوي، چې د یادې لویې لارې د سږکال لپاره د پلان شویو برخو کار د ژمي له رارسېدو سره مخکې بشپړ کړي.

Share.