د افغانستان د تازه مېوو یو شمېر صادروونکي وايي، په تورخم بندر کې د سوداګریزو توکو د ارزونې د ځنډ له امله یې د مېوو لویه برخه، په ځانګړې توګه انګور، خراب شوي دي. د دوی په وینا، د خرابېدو له کبله یې ډېر زیان لیدلی او اړ شوي چې خپلې مېوې د پاکستان په بازارونو کې په ټیټه بیه وپلوري. صادروونکي زیاتوي، که په تورخم کې د صادراتي توکو د تېرېدو بهیر پر وخت ترسره شي، نو د دوی د محصولاتو د زیان مخه به نیول شوې وي.