مزارشریف ښار کې د کارته صلح M پروژې لوړ پوړیزو ودانیو شاته سړک کانکریټ اچولو چارې د ۵۰۰ متره په اوږدوالي او د ۸ متره په سور سره د مزارشريف ښاروالۍ پراختیایي بودیجې څخه د ۵,۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د مزارشريف ښاروالۍ مرستيال مولوي محمد نسیم عابد، د ښاروالۍ سکتوري او تخنيکي استاد محمد جاوید مایار، د ښار اوومې ناحیې آمر داملا عبدالله حماد، د ښاروالۍ تدارکاتو او قراردادو آمر علاوالدين مسلمیار، د عوايد آمر انجنیر جان محمد عطايی، د پلان گذاری عمومی مدير انجنیر روح اللّٰه توخی،د ګذر وکیلانو او د ښار اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.
په پیل کې د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد نسیم عابد د پراختیایي پروژو د معیاري تطبیق په تړاو یې ښاریانو ته ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د ښاروالۍ له خوا د ښاري خدمتونو محصول په شفاف ډول راټولېږي او د مزارشریف ښار ابادۍ او معیاري پرمختګ لپاره لګول کېږي.
همدارنګه سکتوري او تخنيکي رئیس استاد محمد جاوید مایار، د یادې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کارته صلح د لوړ پوړیزو ودانیو شاته سړک به د ۸۰ کاري ورځو په موده کې په اساسي او معیاري ډول د سړک دواړو خواوو لښتیو په ګډون کانکریټ شي، او زیاته یې کړه چې د سیمې اوسېدونکي هم د ښاروالۍ د مسؤلینو او انجینري ټیم ترڅنګ د سړک د جوړولو له بهیر څخه د نظارت حق لري.
له بلې خوا د ښار اوسېدونکو د مزارشریف ښاروالۍ له کړنو او فعالیتونو څخه د ښار د ابادۍ او د ښار بڼې بدلولو په موخه هرکلی وکړ او له دې ادارې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.