د بغلان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادې شبکې په جوړېدو سره به ۱۹۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.