د بلخ ولایت د کډوالو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په البرز ولسوالۍ زرګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رییس مولوي اسدالله وفاه رسنیو ته ویلي، چې دغه پروسه د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ پیل شوې، چې موخه یې د البرز ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول دي.

Share.