د پکتیا د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د ٢٠ میلیونه افغانیو په لګښت دوې پروژې بشپړې او اخیستنې ته وسپارل شوې دي. د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سیدامین هاشمي ویلي، چې په دې پروژو کې یوه سړه خونه د ترکیې هېواد د “ټیکا” دفتر په مالي ملاتړ جوړه شوې، چې ۲۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لري او یو د اوبو کانال د ۲،۵ کیلو مترو په اوږدوالي سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ جوړ شوی، چې ١٠٠٠ زر جریبه ځمکه ترې خړوبېږي.

Share.