د کورنیو چارو وزارت د نوي اعلامیې په خپرولو سره له ټولو د ښي لوري د موټرو (چې د افغانستان د ترافیکي اصولو خلاف دي) مالکانو غوښتنه کړې، چې د ثبت، سټېکر او موقتي جواز په اړه نوي اقدامات په پام کې ونیسي.
د دې اعلامیې له مخې، هغه موټر چې مخکې په کابل او یا هم نورو ولایتونو کې ثبت شوي او موقتي سټېکر یې اخیستی وي، باید په نږدې وخت کې خپل موقتي جواز او نمبر پلېټ د کابل د ترافیک ریاست او یا د ولایتونو د ترافیک مدیریتونو څخه ترلاسه کړي.
همداراز، هغه ښي لوري موټر چې تر اوسه نه دي ثبت شوي او سټېکر نه لري، باید ژر تر ژره له کابل ښار څخه ووځي. د دغو موټرو مالکانو ته ټاکلې نېټه ورکړل شوې، چې په کوم بل ولایت کې خپل موټر ثبت کړي او اړوند سټېکر ترلاسه کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، هغه موټر چې قانوني اسناد ونه لري، حق نه لري چې کابل ښار ته داخل شي. هغه موټر چې مخکې په کابل کې ثبت شوي، یوازې د موقتي پلېټ اخیستو اجازه لري.
د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، هغه ښي لوري موټر چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، یوازې د همدې ولایت د تګ راتګ اجازه لري او نورو ولایتونو ته د تګ حق نه لري.
وزارت خبرداری ورکړی، چې ښي لوري موټر د ډېرو خونړیو ترافیکي پېښو اصلي لامل دي او ښايي په نږدې راتلونکي کې د دغو موټرو پر وړاندې لا نور محدودیتونه وضع شي. همدارنګه له خلکو غوښتنه شوې، چې د دې ډول موټرو له اخیستلو ډډه وکړي، څو د خونړیو پېښو مخه ونیول شي.
وزارت داخله روښانه کړې، چې د کابل ښار لپاره د ښي لوري موټرو ثبت به نور بند وي.
