د کندز والي ملا محمد خان دعوت د خپل رسمي سفر پر مهال هرات ته ولاړ او د صنعت او سوداګرۍ له مسؤولینو، پانګوالو او د تولیدي شرکتونو له استازو سره یې مهمې ناستې وکړې.

ښاغلي والي ټینګار وکړ چې په کندز کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر دي او سیمه‌ییز حکومت د پانګوالو هر اړخیز ملاتړ کوي.

همداراز د هرات سوداګرو د کندز د اقتصادي ظرفیتونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ساختماني، تولیدي او زیربنایي برخو کې به پانګونه وکړي.

Share.