د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (دوشنبه، سنبله ۱۰) تخار کې د سپین‌زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانيسته وکړه.

هغه د دې سوداګریز ښارګوټي جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، دا به د هېوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزه هوساینه مثبت اغېز ولري.

نوموړي ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او ټولو برخو کې به ورسره همکاري کوي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې د تخار سپين‌زر سوداګریز ښارګوټي کې د غله‌جاتو، میوو، پیاز او کچالیو، ساختماني توکو او درملو سوداګریز مارکېټونه په پام کې نیول شوي چې پرې د عامه خصوصي مشارکت له لوري ۲ میلیارده ۴۵۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي.

دغه ښارګوټی په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې د پنځو مارکېټونو له جملې یې نن د غله جاتو مارکيټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې څلورو مارکېټونو د جوړېدو چارې یې پيل شوې.

Share.