ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځ کې له یوې مرګونې زلزلې وروسته، چې له کبله یې زرګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې؛ د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته ځانګړې کړې ده.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې جویس ماسویا په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا پیسې د سرپناه، روغتیایی خدماتو او اړمنو کورنیو ته د خوړو د برابرولو لپاره ځانګړې شوې دي.