د معلوماتو لهمخې، د تورخم له لارې ۱۶۳۲ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۱۸۸ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲۱ کورنۍ، د پکتیکا د انګور اډې له لارې ۱۶ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ او د اسلامکلا له لارې ۷۴۰ کورنۍ هېواد ته دننه شوې دي. یاد کمېسیون زیاتوي، چې ۲۱۴۲ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او سلګونه نورو کورنیو ته د بشري مرستو توکي ورکړل شوي دي