د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پر امر د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رسېدلې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مریم بنت علي ناصر المسند په ایکس پاڼه کې له دې مرستې خبر ورکړی او څرګندوي، چې د ژغورنې او پلټنې د یوې نړیوالې ډلې پر ملتیا افغانستان ته رسېدلي ده .

مریم بنت علي ناصر المسند ویلي؛ دا راته یو لوی ویاړ دی، چې په دې ماموریت کې د خپل هېواد استازیتوب کوم او خپل پیغام نړۍ ته رسوم. له نورو سره مرسته کول او د اړمنو خلکو ژغورل مو داسې ژمنه ده، چې رښتیني بشري ارزښتونه مو ځلوي.

د قطر لخوا دا هڅه د افغانستان د خلکو لپاره د پرله‌پسې ملاتړ یوه برخه ده.

په تېرو کلونو کې قطر تل د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو کې بشري مرستې او د ژغورنې خدمات چمتو کړي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بشري مرستو کې دوه ګرځنده روغتیایي مرکزونه، خوراکي توکي، اړین درمل او د بېړنۍ سرپناه لوازم شته، چې شاوخوا ۱۱ زره زلزله‌ځپلي به ترې برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پېښو ته د چمتوالي ملي ادارې د هېواد په کونړ ولایت کې د زلزلې له کبله د ځاني زیانونو په اړه ویلي: ۱۴۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۳۹۴ نور ټپیان دی او ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

Share.