د ماشومانو ژغورلو بنست د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنيو سره د ۴ ميلون او ۱۰۰ زره افغانيو نغدي، خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ دې بنست د اړوند چاروامو په شتون کې هرې کورنۍ ته شل زره پېنځه سوه افغانۍ، يوه خېمه او د پخلنځي اړوند وسايل وېشل.
دغه راز ویل کیږي، چې له دغو زلزله ځبلو سره افغاني سرې مياشتې ټولنې او نورو بنسټونو هم د خوراکي توکو کمبلو، توشکو، بالختونو او نورو توکو مرسته کړې ده.