د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې په تېره یوه اونۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۷زره او ۴۲۹افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې ې دي. دغه وزارت ویلي، د خوراکي او غیرې خوراکي مرستو سربېره راستنې شوې کورنۍ په وړیا توګه خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده چې له ایران څخه د افغانانو د اېستنې بهیر ټکنی شوی، خو پاکستان بیا د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې دا لړۍ چټکه کړې او ان د ملګرو ملتونو سره د ثبت کډوالو یا «پي او ار» کارټلرونکو د اېستنې عملیات یې هم پیل کړي.