د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې پر بنسټ او د اړوندو ادارو په همغږۍ کې، د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو کارکوونکو د دشت ارچي او ګل‌تپې په ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیوله.

د معلوماتو له مخې، د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلق جمعه رجب سیمه او د ګل‌تپې ولسوالۍ په توبره کش سیمه کې یو شمېر کسانو غوښتل دولتي ځمکې په ناقانونه ډول غصب او د استوګنې کورونه پرې جوړ کړي، خو دا هڅه په خپل وخت شنډه شوې ده.

کرنې ریاست ډاډ ورکوي چې د دولتي ځمکو د هر ډول غصب او ناقانونه تصرف په وړاندې به قانوني او جدي چلند کوي

Share.