د کندز ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له لورې د (UNOPS) دفتر په مالي ملاتړ او د آغاخان مؤسسې په تخنيکې همکارۍ د دغه ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په داویانو سیمه کې د (۱۴) کیلومترو اوږدوالي په در لودلو سره د عمومي سړک د ترمیم او جغل اچولو چارې پیل شوې، نوموړی سرک د یادې ولسوالۍ له داویانو سیمې سخه د دفتانو تر ښاره پنځه کلي د دشت ارچي ولسوالۍ له ښار سره نښلوي.
په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس الحاج مولوي اسدالله “حامد” د ګډون ترڅنک د پروژې اړوند تخنیکي ټیم ته لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې د پروژې د تخنیکي چارې باید د پروپوزل مطابق وي، همدا راز د کلیو پراختیا ریاست، کلیوالی مشرانو او همکارې مؤسسې د تخنیکي انجنیرانو له لورې په ورځني ډول سره نظارت شي، ترڅو په پروژه که له احتمالی ستونزو مخنیوی وشي او په پای کې یې ټینګار وکړ ترڅو د کاریګرو په برخه د نوآباد او شاوخوا کلیو اړمنو او له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو کورنیو ته اولویت ورکړل شي.
په یاده پروژه کې د سیمې لسګونه تنه کاریګروته د کار زمینه برابره او په جوړیدو سره به یې د نوموړې ولسوالۍ د داویانو او څلورو ګاونډیو کلیو د اوسیدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.