د بلخ والي محمد یوسف وفا د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، تجارتي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو د پراخولو پر لارو چارو هر اړخیز بحث کړی. په کتنه کې د برېښنا د پراختیا، د کانونو د استخراج، د رېل پټلۍ جوړولو، ټرانزیټي همکاریو، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې، فابریکو جوړولو او د مسلکي کسانو روزنې په برخو کې د عملي اقداماتو پر پیل ټینګار شوی. د بلخ والي د ایران له سفیر سره د متقابل احترام او ګډ کار پر بنسټ د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه. ورته مهال، د ایران سفیر د افغانستان د امنیتي وضعیت، اقتصادي پرمختګونو او همکارۍ لپاره د مثبت چاپېریال ستاینه کړې او ژمنه یې کړې، چې ایران به له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

Share.