د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ایران د اوسپنیزو ډبرو ټولنې له رییس مهرداد اکبریان او په کابل کې د ایران سفارت له استازي حسین روستایي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا تر څنګ د کانونو د موندنې، کیندنې او د افغانستان پر کاني سرچینو د پانګونې پر موضوعاتو خبرې شوې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. ایراني پلاوي په دې کتنه کې ویلي، چې د ایران خصوصي سکټور لیوالتیا لري تر څو د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.