د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د کابل په بادام باغ کې به د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۳م نندارتون جوړ کړي. دغه نندارتون به د تلې په نهمه پیل شي او څلور ورځې به دوام وکړي.

د وزارت په وینا، نندارتون به د «د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» تر سرلیک لاندې ترسره شي.

Share.