د ایران د برېښنا د تولید، لېږد او وېش شرکت عمومي رییس ویلي، چې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات د کورنیو اړتیاوو له کمېدو وروسته بېرته پيل شوي دي. د یاد شرکت عمومي رییس مصطفی رجبي مشهدي تېره ورځ په یوه مرکه کې ویلي چې اوسمهال افغانستان او پاکستان ته ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا لېږدول کېږي، په داسې حال کې چې ایران له ارمنستان او ترکمنستان څخه شاوخوا ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا واردوي. د نوموړي په خبره، د صادراتو کچه همدومره پاتې کېږي، خو که د ګاونډیو هېوادونو سره په فوري معاملو کې ځانګړې اړتیا رامنځته شي، نو بدلون به راشي. هغه زیاته کړې چې دا مهال کومه ځانګړې طرحه په لاس کې نه لري.