د غور ولایت په الفاروق او دولینه ولسوالیو کې د څه باندې ۱۸.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړواو چارې پیل شوې. د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، د دې شبکو د چارو په بشپړېدو سره به د یادو ولسوالیو ۷۲۸ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي. د یاد ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د دوی ګڼ شمېر کلیوال پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او کلونه کېږي د ویالې له اوبو استفاده کوي. دوی غوښتنه کوي چې په سیمه کې يې دې دا ډول نور پروژې هم پلې شي.