د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د دې ادارې د مالدارۍ او د حیواني روغتیا د آمرۍ تخنیکي ټیم د ښار قصابۍ څارلې او کنټرولې کړې دي.
د دوی په وینا، د دغې څارنې پر مهال قصابانو ته سپارښتنه شوې چې د حیواناتو حلالول دې یوازې په مسلخونو کې ترسره کړي، د حفظ‌الصحه اصول دې مراعت کړي او خلکو ته دې سالم او روغتیایي غوښه وړاندې کړي.
چارواکو همداراز له قصابانو غوښته کړې چې له غیرمعیاري غوښې له پلورلو څخه ډډه وکړي.

Share.