د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش‌څانګو او اسان خدمت مرکزونو له لارې يې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه یو میلیون، ۶۶ زره او ۶۷ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې، چې ۸۰۴ زره او ۷۸۹ یې نارینه او ۲۶۱ زره او ۲۷۸ د ښځینه‌وو پېژندپاڼې دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې، نږدې ۳۰۷ زره په کابل ولایت کې وېشل شوې دي.

Share.