د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان او قزاقستان پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارد ډالرو ورسوي او د افغان-ترانس رېلپټلۍ د پروژې د چټکې عملي کېدا لپاره هم ګډ ګامونه پورته کړي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نورالدین عزیزي پرون په کابل کې د قزاقستان د ترانسپورت وزارت له مرستیال جانبیک تایجاناف او د صنعت او ودانیزو چارو له مرستیال سره کتلي دي. په دې کتنهکې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف هم ګډون کړی و.