د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د ټاپ پروژې له ریيس مراد ارتیکوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د دې پروژې د چارو د چټکتیا په تړاو خبرې اترې کړې دي. په دې کتنه کې چې پرون د اوبو او انرژۍ وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوې، دواړو لوریو د ټاپ ( ترکمنستان – افغانستان – پاکستان) برېښنا لېږدونې پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې کتنه کې د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د سیمې د هېوادونو لپاره د دغې پروژې پر حیاتي ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې افغان حکومت د دې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې هر ډول همکاري ته ژمن دی.