د مرکزي بغلان ښاروال قاري لطف‌الله عبیده د شهرنو په سیمه کې د نوي جوړېدونکي مارکیټ له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.

د لیدنې پر مهال ښاروال له مسؤل قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د ټولو تخنیکي او ودانیزو معیارونو په پام کې نیولو سره دې د مارکیټ د جوړولو چارې پر وخت بشپړې کړي، څو د ښار د سوداګرو او دوکاندارانو لپاره معیاري کاري چاپېریال رامنځته شي.

قاري عبیده زیاته کړه چې د ښاروالۍ موخه د ښار د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي، او د یاد مارکیټ بشپړېدل به نه‌یوازې د سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړي، بلکې د ښار د ښایست او تنظیم سبب به هم شي.

مسؤل قراردادي شرکت د ښاروالۍ له مشرتابه سره ژمنه وکړه چې د ودانیزو اصولو او د ښاروالۍ د لارښوونو له مخې به د مارکیټ رغنیزې چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.

دغه مارکیټ به د بشپړېدو وروسته د سلګونو دوکاندارانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د ښار په اقتصادي فعالیتونو کې به د پام وړ بدلون راولي.

Share.