د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په چین کې د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان کانګرس کې د اقتصادي ودې لپاره د ازادو زونونو پر اساسي رول، د سوداګرۍ پر پراختیا او د تلپاتي ودې په ترلاسه کولو ټینګار کړی. عزيزي په افغانستان کې د اقتصادي زونونو د پراختيا عملي لارو چارو ته په اشارې سره، د ډيجېټلي بنسټونو پراختيا، د خصوصي سکټور پياوړتيا او د سيمهييزو همکاریو ټينګښت په دې برخه کې مهم بللي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز د نړیوالو او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دې وزارت پر هڅو ټینګار کړی او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې د پانګونې شته فرصتونه هم شریک کړي.