د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال د وږي میاشتې د صادراتو او وارداتو تازه ارقام خپاره کړي دي. د دې ادارې په وینا، په دغه میاشت کې د هېواد د صادراتو ارزښت نږدې ۲۳۰ میلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۳۲.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. دا شمېرې ښيي چې د صادراتو کچه د زمري میاشتې په پرتله نږدې ۸۵ میلیونه ډالره زیاته شوې ده. د احصایې ادارې د مالوماتو له مخې، ډېر صادرات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته او ډېر واردات له ایران، چین، اماراتو او پاکستان څخه ترسره شوي دي.