د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د ټاپي پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې څارلی. د مالوماتو له مخې، د پروژې د ۱۰۰ کیلومتره سروې کار بشپړ شوی، د نللېکې د غځولو لپاره ۷۰ کیلومتره سړک جوړ شوی او تر اوسه ۱۴ کیلومتره نللېکه غځول شوې ده. دواړو لورو د لیدنې پر مهال د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا او د تخنیکي همکاریو د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي.