د ایران په سوېلي خراسان ولایت کې د افغانستان او ایران لومړنی ګډ اقتصادي نندارتون پرانیستل شو. د دغه نندارتون موخه د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د ګډې سوداګریزې خونې د جوړېدو زمینه برابرول ښودل شوي. د ایراني چارواکو په وینا، بیرجند ښار د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د همکارۍ مهم مرکز په توګه وپېژندل شي. په نندارتون کې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور استازو د اقتصادي همکاریو لپاره څو هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي دي، چې تمه کېږي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز تبادلې او پانګونې ته وده ورکړي.

Share.