د کندز ولایت په دشت ابدان سیمه کې روغ شويو معتادینو ته د بیکدوزۍ او برقي وسایلو ترمیم حرفوي زدهکړو مرکز پرانیستل شو. چارواکي وایي، دا یو مهم فرصت دی چې ګډونوال کولای شي له لارې یې د خپلې کورنۍ لپاره عاید ترلاسه کړي. ټاکل شوې ده چې ډېر ژر د خیاطي او بوټدوزۍ زدهکړې هم پیل شي.
